د امریکا مرکزي قومانداني: د ایران په بریدونو کې یو بل ټپي شوی امریکايي پوځي مړ شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د امریکا مرکزي قوماندانې ویلي، یو امریکايي پوځي چې د ایران د بریدونو پر مهال سخت ټپي شوی و، مړ شوی دی.

د ياد مرکز په وینا، دغه سرتېری د مارچ په لومړۍ نېټه په سعودي عربستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد د برید پر مهال ټپي شوی و.

امریکايي چارواکي وايي، دا د ایران سره په روانو جګړو کې اووم امریکايي سرتېری دی چې وژل کېږي.

همدارنګه، د وژل شوي سرتېري پېژندګلوي به تر هغو پټه وساتل شي څو د هغه کورنۍ ته له مخکې خبر ونه رسېږي.

که څه هم امريکا د خپلو عسکرو شمېر څو تنه ښيي خو ايراني پوځي بنسټونه او ازادې رسنۍ د ايراني بريدونو له امله د امریکايي وژل شويو او ټپي شويو پوځيانو شمېر تر سلګونو زيات دی.

مربوطه مطالب

Back to top button