پر اسراییلو د ایران ځپونکي بریدونه؛ میلیونونو اسراییلیان شپه په پټنځایونو کې تېر کړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، پر اسراییلو د ایران د بالستیکي توغندیو د توغولو له امله میلیونونو اسراییلیانو ټوله شپه په پټنځایونو او بیړنیو پناه ځایونو کې تېره کړې ده.

د الجزیره د راپور له مخې، اسراییلي چارواکو ویلي چې له نیمې شپې راهیسې لږ تر لږه ۵۵ بالستیکي توغندي پر اسراییلو توغول شوي دي، چې له امله یې د خطر زنګونه فعال شوي او خلک خوندي ځایونو ته تللي دي.

په همدې حال کې ایراني چارواکو ویلي، چې د اسراییلي رژیم او په سیمه کې د متحده ایالاتو پر پوځي اډو به یې بریدونه دوام ولري او دا عملیات د روانو پوځي اقداماتو برخه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button