د وعد صادق عملیاتو ۳۱ څپه؛ پر اسرائیلو د ایران ستر برید پیل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ کب، ۱۴۰۴ل)
د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیاتو ۳۱مه څپه؛ د درنو توغندیو په وسیله امریکایي ـ صهیونیسټي اهداف وویشتل شول
د ایران د انقلابي کارډ د عامه اړېکو څانګې اعلان کړی، چې د «ریښتینې ژمنې ۴» پوځي عملیاتو یو دېرشمه څپه د وسلهوالو ځواکونو د ستر قوماندان “آیتالله سید مجتبی خامنهاي” په امر ترسره شوه.
د اعلامیې له مخې، په دې څپه کې د امریکایي او صهیونیستي اهدافو پر وړاندې د درنو توغندیو په کارولو سره ځواکمن بریدونه ترسره شوي دي.
انقلابي ګارد ویلي چې دا بریدونه د روانو عملیاتو د دوام برخه ده او د سیمې د پوځي او ستراتیژیکو هدفونو پر ضد په شدت سره ترسره شوي دي.
چارواکي ټینګار کوي چې د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیات به تر هغه دوام ولري څو ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.



