هند: د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونه د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي پروتانه‌ني هاریش د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه په کلکه وغندل او ویې ویل چې دا اقدام د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د هېوادونو د ملي حاکمیت له اصل څخه ښکاره سرغړونه ده.

هاریش زیاته کړه، چې پاکستان له یوې خوا د نړیوال قانون او اسلامي یووالي خبرې کوي، خو له بلې خوا د روژې په مبارکه میاشت کې پر ملکي وګړو هوايي بریدونه ترسره کوي، چې دا کار د اسلام له ارزښتونو او نړیوالو اصولو سره په ښکاره ټکر کې دی.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې هند د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوي او د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې د سیمې ثبات او امنیت زیانمنوي.

مربوطه مطالب

Back to top button