ایران: د سعودي، قطر، کویټ، بحرین، اماراتو او اردن له خوا د تاوان ورکولو غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
ایران ملګرو ملتونو ته په استول شوي لیک کې ویلي چې سعودي عربستان، قطر، کویټ، بحرین، متحده عربي امارات او اردن د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران د ترسره شوي پوځي برید په ملاتړ کې برخه لرلې او له همدې امله باید ایران ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا رئیس ته په لیک کې ادعا کړې چې یادو هېوادونو د پوځي اډو، هوايي حریم، استخباراتي همکاریو او لوژستیکي ملاتړ له لارې د امریکا او اسرائیلو له عملیاتو سره مرسته کړې او په دې توګه د نړیوالو قوانینو له مخې مسؤلیت لري.
ایران همداراز ویلي چې د خلیج د دغو هېوادونو او اردن له خوا د «ځان دفاع» ادعا قانوني بنسټ نه لري او ټینګار یې کړی چې دغه هېوادونه باید د خپلو کړنو له امله د ایران مادي او معنوي زیانونه جبران کړي.



