هرات کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالګې د کان د استخراج قرارداد لاسلیک شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د نمکسار د دویم بلاک د مالګې د کان د استخراج قرارداد له یوې خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک کړی دی.

د وزارت په وینا، دغه قرارداد د «ریدگولد آسیا» شرکت سره شوی چې ارزښت یې له ۲۰ میلیونه ډالرو اوښتی او د ۱۵ کلونو لپاره به عملي کېږي.

د قرارداد له مخې د هر ټن مالګې لپاره ۱۵۰۰ افغانۍ رویالټي ټاکل شوې ده. همدارنګه پانګوال شرکت به د رویالټۍ تر څنګ ۹۳۰ زره ډالر د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې ولګوي.

د کانونو وزارت زیاتوي چې یاد شرکت به د چاپېریالي معیارونو مراعت ته ژمن وي او د دې پروژې په عملي کېدو سره به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button