له پاکستانه د وسلو د قاچاق هڅه ناکامه شوه؛ کابل او هرات کې ۲۷ د نشه‌يي توکو پلورونکي نیول شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیا ولایت د ډنډې پټان ولسوالۍ د ناري په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د کشفي او اوپراتیفي عملیاتو پر مهال ۲۰ میله بېلابېلې وسلې او مهمات نیول شوي دي.

په نیول شویو وسلو کې ۸ کلاشنکوفونه، ۱۲ تومانچې، ۳ د M4 ټوپکونو میلونه او شاوخوا ۳۰۰۰ د تومانچې مرمۍ شاملې دي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدل.

دغه راز د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په کابل او هرات ولایتونو کې ۲۷ کسان د نشه‌يي موادو د پلور په تور نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه نږدې ۴ کیلوګرامه چرس، زرګونه نشه‌يي ټابلیټونه او یو شمېر نور نشه‌يي مواد ترلاسه شوي، چې وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button