کویټ کې افغان سفارت اسلامي امارت ته وسپارل شو؛ مولوي محمد شفیق خطیب سفیر ټاکل شوی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وایي، چې په کوېټ کې افغان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی او “مولوي محمد شفیق خطیب” د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی ده.
تر دې وړاندې اسلامي امارت “محمد داود خروټی” په کوېټ کې د افغانستان د سفارت د شارژدافیر په توګه معرفي کړی و.
د ویلو ده، چې مولوي “محمدشفیق خطیب” مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت کې د سرحدونو چارو د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.
راپورونه زیاتوي چې کوېټ د ۲۰۲۶م کال په فبرورۍ میاشت کې چمتووالی ښودلی و چې په دغه هېواد کې به د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته وسپاري.
تر اوسه پورې د کویټ د رسمي اړخ له خوا د دې بدلون په اړه بشپړ او واضح اعلان نه دی شوی، خو د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، دا ګام د دواړو لورو ترمنځ د اړېکو د نوي پړاو نښه بلل کېږي.



