کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران سپاه پاسداران ویلي، چې د منځني ختیځ د روانې جګړې پای به تهران ټاکي او د سیمې امنیت باید د ټولو لپاره وي، که نه نو هېڅوک به ترې برخمن نه شي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، جګړه به له ایران سره ډېر ژر پای ته ورسېږي.
د سپاه پاسداران ویاند په هغه بیان کې چې ایراني رسنیو خپور کړی، ویلي چې د سیمې اوسنی وضعیت او راتلونکي معادلات د ایران د وسلهوالو ځواکونو په لاس کې دي او امریکايي ځواکونه نه شي کولای جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي همداراز ویلي، که هر عربي یا اروپايي هېواد د اسراییل او امریکا سفیران له خپلې خاورې وباسي، نو له سبا ورځې به د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ بشپړه ازادي او واک ولري.


















