د ماشومانو ژغورنې بنسټ: د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو له امله لسګونه زره ماشومان بې‌ځایه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ (سېف ده چلدرن) ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د هېواد په ختیځو سیمو کې شاوخوا ۶۸ زره ماشومان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د یاد بنسټ په راپور کې ویل شوي چې د ناامنۍ او جګړو له امله ګڼې کورنۍ اړې شوې خپلې مېنې پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه وکړي، چې تر ټولو زیات اغېز یې پر ماشومانو شوی دی.

راپور زیاتوي چې د دې وضعیت له امله ښوونیز بهیر هم سخت اغېزمن شوی او د معلوماتو له مخې له ۸ زرو څخه زیات ماشومان د ناامنۍ له کبله ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button