ولسمشر میرضایف د افغانستان سره د تعرفو لغوه کولو تړون توشیح کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)

د ازبیکستان ولسمشر شوکت میرضایف د افغانستان سره د ترجیحي سوداګرۍ تړون د توشیح فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې افغان سوداګرو ته د ۱۴ قلمه سوداګریزو توکو ګمرکي تعرفې لغوه کېږي او سوداګرۍ ته اسانتیاوې برابروي.

تړون د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره د فایتوسانیتري اسانتیاوې، صادرونکو ته د سوداګرۍ آسانتیاوې او د ازبیک صادراتو زیاتوالی هم تضمینوي.

دغه تړون د ۲۰۲۵ کال په تاشکند پانګونې نړیوال فورم کې د دواړو هېوادونو د صنعت او سوداګرۍ وزیرانو ترمنځ لاسلیک شوی و. په ۲۰۲۵ کال کې دوه اړخیزه سوداګري ۱.۶ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

مربوطه مطالب

Back to top button