په پکتیکا او کندهار کې د ۷۲ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د پکتیکا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د جانیخیلو او ډیله ولسوالیو په شمول د اوبو رسولو شپږو شبکو د جوړولو چارې د څه باندې ۶۱ میلیونه افغانۍ په لګښت پیل کړې.
په دغو شبکو کې د شپږو څاګانو کیندل، د پاکو اوبو ذخیرو جوړول او د ۵۹۹۶۷ مترو پایپ غځول شامل دي، چې په بشپړیدو سره به ۲۳۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او سلګونه تنه کاریګرو ته به د کار زمینه برابره شي.
همدارنګه، د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په قلمتر او مټ ماله کلیو کې د اوبو رسولو دوو شبکو د جوړولو چارې د ۱۱ میلیونه افغانۍ په لګښت پیل شوې. په دې شبکو کې د څاګانو کیندل، د ۹۲۰۴ مترو پایپ غځول، ۴۶ سولر تختې او ۲۲۲ شیردهنونه شامل دي، چې په بشپړیدو سره به ۲۲۲ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي او لسګونه تنه به له دې پروژو ګټه واخلي.



