سرچینې: ایران د امریکا د تیلو یوه مهمه کښتۍ ویجاړه کړې ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې ایران د امریکا د تیلو یوه مهمه کښتۍ په برید هدف ګرځولې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، کښتۍ له برید وروسته اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

تر اوسه د دې پېښې د مرګ ژوبلې او دقیق زیان په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ سیمه‌ییز کړکېچ او پوځي نښتې لا هم دوام لري او شنونکي د جګړې د لا پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.

مربوطه مطالب

Back to top button