تسنیم: که ټرمپ د افغانستان له ماتې پند اخیستی وای، د ایران پر وړاندې به یې جګړې ته زړه نه ښه کاوه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران تسنیم خبري آژانس په یوه تازه تبصره کې ویلي، که د امریکا
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان له شرمېدلې ماتې څخه پند اخیستی وای، نو د ایران پر وړاندې به یې چپ هم نه وو راکتلي او اوسني تاوتریخوالي ته به یې زړه نه وو ښه کړی.
په تبصره کې ویل شوي، افغانستان د متحده ایالاتو لپاره یو اوږد، ستړی کوونکی او ناکام جنګ و، چې په پای کې واشنګټن له افغانستان څخه له شرمېدلې ماتې سره ووت.
تسنیم زیاتوي چې دغه تجربه باید د امریکا د مشرانو لپاره یو لوی درس ګرځېدلی وای. د تبصرې له مخې، امریکا داسې فکر کړی، چې ایران به په اسانۍ تسلیم شي، خو دا محاسبه یې ناسمه ده.
په یاد مطلب کې ټرمپ ته په ګواښوونکي انداز ویل شوي، که جګړه نوره هم پراخه شي نو ایران به داسې سخت ځواب ورکړي، چې د افغانستان شرمېدلې تیښته او ماتې به هم ورڅخه هېره شي.



