کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران وسله والو ځواکونو د «وعد صادق» عملیاتو په لړ کې پر اسرائیلو د پراخو بریدونو نوې څپه پیل کړې، چې دا د یادو عملیاتو ۴۰مه څپه بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، د ایران وسله والو ځواکونو په دغو بریدونو کې د خیبر شکن او نورو پرمختللو بالستیک او هایپرسونیک میزایلو څخه کار اخیستی دی.
همدارنګه په عملیاتو کې بېلابېلې بې پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کارول کېږي.
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې بریدونه به تر هغه دوام ولري څو د امریکا او صهیونیستي رژیم د «کبر کاسه» نسکوره نه شي.
په ورته مهال له اسرائیلو راپورونه وایي، چې د بریدونو له امله لسګونه زره اسرائیلي وګړي پټنځایونو ته تللي او په ګڼو ښارونو کې د خطر زنګونه غږول کېږي.


















