کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په یوه عاجله اعلامیه کې له ایراني ملکي وګړو غوښتي چې له هغو بندرونو څخه لرې پاتې شي چې د ایران سمندري ځواکونه پکې فعالیت کوي، په ځانګړي ډول هغه بندرونه چې د هرمز تنګي په اوږدو کې موقعیت لري.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د بندر کارکوونکي، اداري مامورین او د سوداګریزو بېړیو عمله باید له ایراني پوځي بېړیو او نظامي تجهیزاتو څخه ځانونه لرې وساتي، ځکه د ایران پوځ په دغو سیمو کې پوځي عملیات ترسره کوي.
سینټ کام ادعا کړې چې د ایران حکومت د هرمز تنګي په اوږدو کې ملکي بندرونه د پوځي موخو لپاره کاروي چې نړیوال سمندري سوداګریز تګ راتګ له خطر سره مخ کوي، او خبرداری یې ورکړی چې هغه ملکي تاسیسات چې د پوځي فعالیتونو لپاره کارول کېږي، د نړیوال قانون له مخې پوځي هدفونه بلل کېدای شي.


















