کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه ویاند ویلي، چې د ایراني پوځ هوايي ځواکونو د ایران د تیلو پر زېرمو د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په غبرګون کې متقابل اقدامات ترسره کړي دي.
د نوموړي په وینا، دغه عملیات د هغه بریدونو ځواب و چې د ایران پر تیلي تاسیساتو ترسره شوي وو.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د هېواد ځواکونه به یې د هر ډول یرغل پر وړاندې مناسب او قاطع غبرګون ته دوام ورکړي.


















