کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران وسلهوالو ځواکونو د «ریښتینې وعدې» عملیاتو څلوېښتمه څپه پیل کړې او د راپورونو له مخې د اسراییلو پر پلازمېنه تل ابیب یې پراخ او ځپونکي توغندیز بریدونه پیل کړي دي.
ایراني سرچینو ویلي، چې دغه بریدونه د پخوانیو عملیاتو د دوام په لړ کې ترسره کېږي او پکې له پرمختللو توغندیو او بېلابېلو بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل کېږي.
د دوی په وینا، ټاکل شوي هدفونه پوځي مرکزونه او مهم ستراتیژیک ځایونه دي
.
د راپورونو له مخې، د بریدونو له امله په تل ابیب او شاوخوا سیمو کې د خطر زنګونه وهل کېږي او د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ایراني ځواکونو دغه بریدونه قوي، دقیق او اغېزناک بللي او ټینګار یې کړی، چې عملیات به د اړتیا تر وخته دوام وکړي.
د شنوونکو په باور، چې د ایران له لوري پیل شوي بریدونه د روانو پوځي عملیاتو د لړۍ مهمه برخه ده او هدف یې د دښمن پوځي وړتیاوو ته سخت زیان رسول دي.


















