کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله له لوري د اشغالي فلسطین په حیفا ښار پراخ توغندیز بریدونه پیل شوي، چې د روانې جګړې تر ټولو لویه څپه ده.
د معلوماتو له مخې، د لبنان اسلامي مقاومت حزب الله په یو ځل ۱۰۰ توغندي د اسراییلو شمالي سیمو ته توغولي دي.
ویل کېږي چې دغه برید د جګړې له پیل راهیسې د حزب الله له لوري تر ټولو لوی او هممهاله توغندیز برید ګڼل کېږي.
د اسرائیلو ۱۲ خبري شبکې د حزب الله وروستۍ توغندیزه حمله د روانې جګړې تر ټولو لویه حمله بللې ده.


















