کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک ” سپاه پاسداران ویاند خبرداری ورکړی، چې که د امریکا له لوري د ایران پر بندرونو ګواښ عملي شي، نو د سیمې ټول بندرونه او مهم اقتصادي مرکزونه به د ایراني ځواکونو له لوري هدف وګرځي.
هغه ټینګار کړی چې ایران به د هر ډول برید پر وړاندې سخت او پراخ ځواب ووایي.
د ویلو ده، چې سپاه دا ګواښ داسې مهال خپروي چې تېره شپه د امریکایي اشغالګرو د مرکزي قوماندانۍ لخوا په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې له ایرانیانو وغوښتل شول، چې د هرمز تنګي په ګډون دې له ټولو بندرونو څخه لرې اوسي.


















