کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان”
ویلي، هغه جګړه چې د اسراییلو او امریکا له لوري پیل شوې، د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره یې دا ده چې د ایران قانوني حقونه ومنل شي، تاوان ورکړل شي او نړیواله ټولنه په پرېکنده توګه دا تضمین کړي چې پر ایران به بیا تېری نه کېږي.
نوموړي همدارنګه ویلي، د پاکستان ولسمشر “اصف علي زرداري” سره په ټیلیفوني خبرو کې یې ټینګار کړی، چې د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې سولې او ارامۍ ساتلو ته ژمن دی.
بلخوا د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، چې په ایران کې به جګړه ډېر ژر پای ته ورسېږي او د برید لپاره «نږدې هېڅ مهم هدف پاتې نه دی».
هغه زیاته کړې: «هر وخت چې زه وغواړم جګړه پای ته ورسېږي، همغه وخت به پای ته ورسېږي؛ خو ایران بیا ویلي، چې د جګړې ګټونکي دوي دي او د پای ته رسېدو پرېکړه به یې هم دوی کوي.


















