کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” ویلي چې،د مسلمانانو ترمنځ د سني- شیعه وېش باید پای ته ورسېږي او ټول باید د اسلام تر چتر لاندې یو موټی پاتې شي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې د مسلمانانو دین یو دی او هغه اسلام دی. د هغه په وینا، د اسلام ستر شخصیتونه لکه حضرت علي، حضرت عمر، حضرت عثمان، امام حسن او امام حسین د ټولو مسلمانانو ګډ شخصیتونه دي.
اردوغان زیاته کړې چې همدارنګه د اسلام سترې ښځینه څېرې لکه ام المؤمنین حضرت عایشه او حضرت زینب هم د ټول اسلامي امت ګډ ویاړونه دي او باید د اختلاف پر ځای د یووالي سبب شي.
د ترکیې ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د اسلامي نړۍ په یو شمېر سیمو کې مذهبي اختلافات لا هم د تاوتریخوالي او سیاسي کړکېچ لامل ګرځي او ګڼ مشران د مسلمانانو د یووالي غوښتنه کوي.

















