کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
ایران د سوریې حکومت ته خبرداری ورکړی، چې که د حزب الله پر ضد کوم پوځي اقدام ترسره شي، نو دا به د ایران پر ضد پوځي یرغل وبلل شي.
د راپورونو له مخې، تهران وروسته له هغه دمشق ته دا پیغام استولی چې ګواکې د سوریې ځینې ځواکونه د حزب الله پر ضد د جګړې لپاره د جنګیالیو د چمتو کولو هڅه کوي.
په خبر کې ویل شوي چې حزب الله دا مهال له اسرائیلو سره په جګړه بوخت دی.
د ایران له لوري په لېږل شوي پیغام کې ټینګار شوی،چې که د سوریې ځواکونه د حزب الله پر ضد حرکت وکړي او یا د لبنان په جګړه کې د توازن د بدلولو هڅه وکړي، نو ایران به په قاطع ډول غبرګون وښيي.
د سرچینو په وینا، تهران خبرداری ورکړی، چې په داسې حالت کې به دمشق کې پر هدفونو توغندیز بریدونه ترسره کړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.


















