یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا ښار پراخ توغندیز بریدونه پیل کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر بندري ښار حیفا پراخ توغندیز بریدونه پیل کړي دي.
سرچینې وایي چې دغه بریدونه د یمن له لوري د اوږد واټنه توغندیو په وسیله ترسره شوي او د ښار په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د اسراییلو دفاعي سیستمونو هڅه کړې، چې یو شمېر توغندي شنډ کړي؛ خو ډیری یې په اهدافو لګېدلي دي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې او دقیقو زیانونو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو د سیمې اوسېدونکو د څو پرله‌پسې چاودنو راپورونه ورکړي دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې یمني ځواکونو له دې وړاندې هم څو ځله اعلان کړی و، چې د اسرائیلو پر ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button