د ریښتینې وعدې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو اشغالي فلسطین کې ګڼ صهیونیستي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د روانې جګړې په دوام، ایراني ځواکونو د «ریښتینې وعدې» عملیاتو په تازه پړاو کې د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو کې ګڼ صهیونیستي اهداف په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د خیبرشکن په ګډون پرمختللي بالستیک توغندي او ډول ډول بې‌پیلوټه الوتکې کارول شوې دي.

ویل کېږي چې یادو بریدونو د پراخو ویجاړیو تر څنګ درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

صهیونیستي چارواکو د بریدونو، مرګ ژوبلې او زیانونو پخلی کړی، خو تر اوسه یې د تلفاتو او زیانونو کره شمېرې نه دي خپرې کړې.

بلخوا د ایراني ځواکونو ویاند ادعا کړې، چې د دغو عملیاتو پر مهال د تل ابیب په پلازمېنه کې بن ګورین نړیوال هوايي ډګر، د دفاع وزارت ودانۍ او د موساد اړوند مرکزونه په نښه شوي دي.

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې له اسرائیلي ملکي وګړو غوښتي چې له پوځي او امنیتي مرکزونو څخه لرې واوسي، ځکه د دوی په وینا دا اهداف هره شیبه د بریدونو تر ګواښ لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button