کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)
ایران په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو په اړه د اسلامي امارت له پرېکړې مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلام د ټولو مسلمانانو ګډه کلا ده.
په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بېګدلي د شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې د اسلامي امارت د مشرتابه له دریځه ستاینه کړې ده.
بېګدلي ویلي، که د بګرام هوايي اډه امریکا ته سپارل شوې وای، نو ښايي د ایران او افغانستان ترمنځ د کړکېچ او شخړې لامل ګرځېدلې وای. د هغه په وینا، د اسلامي امارت د نه منلو پرېکړه د دیني باورونو او اسلامي اصولو پر بنسټ ده.
د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له طالبانو سره خبرې کړې وې چې د مالي مرستو او د بندیزونو د کمولو په بدل کې د بګرام هوايي اډه امریکا ته وسپاري، خو کابل دا وړاندیز رد کړی دی.


















