ملي دفاع وزارت: د اسلام‌اباد په فیض‌آباد کې د پاکستان یو مهم پوځي مرکز په ډرون برید وویشتل شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د «ردالظلم» انتقامي عملیاتو په دوام د اسلامي امارت هوايي ځواکونو د پاکستان د پوځي رژیم یو مهم نظامي مرکز په نښه کړی زياتوي چې دغه برید نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د اسلام‌اباد د فیض‌آباد په سیمه کې ترسره شوی دی.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، یاد مرکز چې «حمزه» نومېږي د پاکستان د پوځ له مهمو تاسیساتو څخه بلل کېږي او زياتوي چې د اسلامي امارت ډرون الوتکو د دغه مرکز قومانداني او نور مهم تاسیسات په دقیق ډول په نښه کړي دي.

وزارت ويلي چې په دې برید کې د دښمن ځواکونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، خو د اوښتو تلفاتو کره شمېر تر اوسه نه دی خپور شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button