کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)
ایراني ځواکونو د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیاتو پر دوام اسرائیلو کې په بېلابېلو اهدافو تازه او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران له لوري بالستیک توغندي او نورې پرمختللي وسلې کارول شوي چې د اسرائیلو مهم پوځي او امنیتي اهداف یې په نښه کړي دي.
سرچینې وایي، د بریدونو له پیل سره سم د اسرائیلو په څو ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي او خلک خوندي ځایونو ته تللي دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې دا بریدونه د هغو وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي چې د دوی په وینا د اسرائیلو له لوري د ایران په بېلا بېلو ښارونو ترسره شول.


















