اشغالي فلسطین کې زوروې چاودنې؛ د ایران ځپونکي بریدونه لا هم دوام لري

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي دوښمن پر پوځي مرکزونو د ایراني پوځ توغندیز بریدونه لا هم روان دي او زورورې چاودنې رامنځته شوي دي.

سرچینو ویلي، چې دا چاودنې د ایران د پرله‌پسې او درنو بریدونو د لړۍ برخه ده، چې پکې د صهیونیستي دوښمن مهم پوځي اهداف په نښه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، د ایران له لوري د سختو او مرګونو ګوزارونو لړۍ پیل شوې او ښایي په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې لا ستر پرمختګونه هم ولیدل شي.

د راپورونو له مخې، د دښمن پرمختللي هوايي دفاعي سیستمونه د دغو بریدونو پر وړاندې له سخت فشار سره مخ شوي او د نړۍ په کچه قوي بلل کېدونکي دفاعي سیستمونه د ایران د پرله‌پسې توغندیزو او هوايي بریدونو تر دوام لاندې کمزوري ښکاري.

همدارنګه ویل کېږي چې د رسنیو پراخ سانسور روان دی او د پېښو بشپړ جزییات نه خپرېږي. د ځینو شنونکو په باور، صهیونیسټي لوري یوازې محدود او ټاکلي انځورونه خپاره کړي، څو د رامنځته شوي ستر تخریب کچه پټه وساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button