کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې ایراني ځواکونو د «ریښتنې ژمنې» عملیاتو پر دوام د صهیونیستي رژیم پر بېلابېلو هدفونو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.
ویل کېږي، چې په دغو بریدونو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل کېږي او ګڼ حساس پوځي او امنیتي هدفونه په نښه شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، چې دا عملیات د تېرو بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي او تر هغه به دوام وکړي، څو د دوی په وینا د اسرائیلو «تېري او یرغل» پای ته نه وي رسېدلی.
بل لور ته صهیونیستي رسنیو د ځینو سیمو کې د هوايي دفاع سیستمونو د فعالېدو او د خلکو د خوندي ځایونو ته د تلو خبر ورکړی؛ خو د اوښتو زیانونو په اړه کره شمېرې لا نه دي خپرې شوې.
کارپوهان وایي، د سیمې روان وضعیت د لا زیات کړکېچ پر لور روان دی او د دواړو لورو ترمنځ د پوځي تقابل پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.


















