کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې ایراني ځواکونو د “ریښتینې وعدې” عملیاتو پر دوام
د صهیونیستي رژیم پر دوو مهمو ښارونو، تل ابیب او اېلات، پراخ بریدونه ترسره کړي او شاوخوا ۴۰ بېلابېل هدفونه یې په نښه کړي دي.
ویل کېږي په دغو بریدونو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل شوی او ځینې پوځي او امنیتي تاسیسات هدف ګرځول شوي دي.
تر اوسه د یادو بریدونو د زیانونو او احتمالي مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو د صهیونیستي رسنیو د راپورونو له مخې په ځینو سیمو کې د خطر زنګونه وهل شوي او خلک خوندي ځایونو ته تښتېدلي دي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ پوځي کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي.


















