کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر او پېژندل شوې سیاسي څیرې “سراج الحق” پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا او اسرائیلو له لوري پر ایران بریدونه او مخ پر زیاتېدونکې تاوتریخوالی منځنی ختیځ د پراخې جګړې له خطر سره مخ کړی دی.
سراج الحق وایي، په داسې حساس او نازک وخت کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) ته په کار ده چې خپله چوپتیا ماته کړي او د روان وضعیت د ارزونې لپاره بېړنۍ غونډه راوبولي.
سراج الحق ټینګار کړی، چې دغه سازمان باید د کړکېچ د کمولو، د جګړې د پراخېدو د مخنیوي او د سیمې د ثبات لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د سراج الحق په خبره د اسلامي نړۍ یووالی او ګډ دریځ کولی شي په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپل رول ولوبوي او اجازه ورنکړي، چې په شتون کې یې غیر اسلامي سازمانونه میدان ته راووځي.


















