کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک د سمندري ځواکونو قومندان “جنرال علي رضا تنکسېري” د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي،چې امریکا په درواغو ادعا کوي چې د ایران سمندري ځواک یې له منځه وړی دی.
نوموړي زیاته کړې، امریکايي لوري یو وخت دا هم ویلي وو، چې د تیلو ټانکرونو ته یې بدرګه برابره کړې ده؛ خو اوس بیا له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي.
تنکسېري ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی تر اوسه په پوځي ډول نه دی تړل شوی، خو د ده په وینا دا مهمه سمندري لاره په بشپړه توګه د ایراني ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.


















