په عراق کې یوې وسله‌والې ډلې پر امریکایي اډو د بریدونو ادعا کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)

په عراق کې د ایران له ملاتړه برخمنې وسله‌والې ډلې «سرایة اولیاء الدم» ادعا کړې، چې د شنبې په ورځ یې د امریکایي ځواکونو پر اډو پنځه جلا بریدونه ترسره کړي دي.

یادې ډلې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه بریدونه یې د ایران د ستر مشر مذهبي مشر ‘علي خامنه‌ ای” د وژنې په غبرګون کې ترسره کړي دي.

تر اوسه د دغو بریدونو د کره پایلو، احتمالي مرګ‌ژوبلې او یا هم د امریکا د پوځ د غبرګون په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button