په دوبۍ او منامه کې د امریکا «سيټي بانک» څانګې د ډرون برید هدف ګرځیدلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۴ کب، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي چې تېره شپه د امریکا د «سيټي بانک» (Citibank) څانګې په دوبۍ او منامه کې د نامعلومو ډرونونو له برید سره مخ شوې دي.

د تسنیم خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د متحدو عربي اماراتو په دوبۍ او د بحرین په پلازمېنه منامه کې د یاد بانک پر ودانیو د ډرون بریدونه شوي چې له امله یې په دواړو ځایونو کې اور لګېدلی دی.

تر اوسه د بریدونو د مرګ ژوبلې او یا هم د زیانونو د کچې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي او همدارنګه کومې ډلې د دې برید مسوولیت هم نه دی منلی.

«سيټي بانک» د شتمنیو له مخې د امریکا له سترو بانکونو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پراخ مالي فعالیتونه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button