ډونالډ ټرمپ: که اړتیا شي ایران ته د ځمکنيو ځواکونو لېږل هم نه ردوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که اړتیا پېښه شي، ایران ته د ځمکنيو ځواکونو د لېږلو احتمال نه ردوي.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، دا مهال د ایران د بډایه شویو یورانیمو د ضبطولو موضوع سمدستي د بحث په اجنډا کې نه ده، خو کېدای شي په راتلونکې کې پرې تمرکز وشي.

 د هغه په وینا، اوس د امریکا تمرکز د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بشپړ ډول له منځه وړلو دی.

مربوطه مطالب

Back to top button