د اسلامي امارت زعیم د اختر پیغام؛ افغانان دې د نظام ملاتړ او له اختلافاتو ځان وساتي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت زعیم، شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة‌الله اخندزاده د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی او هیله یې څرګنده کړې چې الله تعالی دې د روژې میاشتې عبادتونه، روژې او تراویح قبول کړي.

نوموړي ویلي چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، تقوا او همدردۍ میاشت ده او مسلمانان باید د تقوا، اخلاص او استقامت په لاره کې ثابت قدم پاتې شي.

نوموړي پر مسلمانانو غږ کړی چې د اختر په ورځو کې سرسایه ادا کړي او شتمن خلک دې له بېوزلو، کونډو او یتیمانو سره مرسته وکړي څو هغوی هم د اختر خوښۍ په ښه ډول ولمانځي.

 هغه د خپلمنځي بخښنې، ورورولۍ او د کینې او بدبینۍ د پرېښودو سپارښتنه هم کړې او ټینګار یې کړی چې مسلمانان باید خپل اتحاد او یووالی پیاوړی کړي.

د اسلامي امارت زعیم همداراز ویلي چې افغانان باید د اسلامي نظام د ساتنې، د امنیت د نعمت د شکر ادا کولو او د مسئولینو له لارښوونو سره د همکارۍ لپاره هڅې وکړي.

 د نوموړي په وینا، د دیني چارو ترڅنګ د هېواد ابادي، تعلیم او تربیه هم مهمه ده او اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button