کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې د ایران له لوري د متحده عربي اماراتو پر نړیوال هوايي ډګر توغندیز/بېپیلوټه برید ترسره شوی، چې له امله یې مرګ ژوبله او د تاسیساتو د زیان خبرونه ورکړل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، له برید وروسته په سیمه کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د هوايي ډګر ځینې برخې زیانمنې شوې دي.
ځینې سرچینې وایي چې په پېښه کې څو کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي، خو د کره شمېرو په اړه لا رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه د متحده عربي اماراتو چارواکو د پېښې د دقیقو جزیاتو په اړه بشپړ وضاحت نه دی ورکړی، خو امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او د پېښې څېړنه روانه ده.
دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي.

















