کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
هلمند کې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت له مرکزي زندانه ۵۹۶ تنه بندیان خوشې شوي او د ۱۶۲ نورو بندیانو د بند موده هم کمه شوې ده.
د هلمند د مرکزي بندخونې امر بهاءالدین عاطف ویلي، دا اقدام د اسلامي امارت د مشرتابه د پېرزوینې پر بنسټ د اختر په مناسبت ترسره شوی دی.
د نوموړي په وینا، له خوشې شویو کسانو غوښتنه شوې چې خپلو سیمو او ټولنو ته له ستنېدو وروسته د اصلاح لپاره کار وکړي او خلک له جرمونو او تېریو څخه را وګرځوي.

















