کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وايي، چې د پاکستان پوځي رژيم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نورستان (کامدیش)، خوست (علیشېرو، ځاځي میدان او سپېرې)، کونړ (ناړۍ) او پکتیکا (برمل او شکین) ولسوالیو کې د هاوان او توپونو بريدونه کړي چې له امله یې ۴ ملکي وګړي شهیدان او ۹ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې چې د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې دوه ماشومان شهیدان او دوه نور ټپیان شوي، او د خلکو یو شمېر کورونه هم زیانمن شوي زياتوي چې د عليشېرو – تریزیو ولسوالۍ کې هم د هاوان او توپ ډزو له امله دوه ښځې او یو ځایي اوسېدونکی ټپیان شوي، او د ځاځي میدان ولسوالۍ بازار او نږدې کلینیک ته د ډيسي توپ مرمۍ لګېدلې چې څلور تنه ټپیان شوي، د دوو کسانو حالت نازک دی.
همداراز وايي، د ګربز ولسوالۍ نري کلي کې یوه ښځه او یو ماشوم شهیدان شوي، او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ سیمه کې د توپونو ډزو له امله یو کور سوځېدلی دی.
په پکتیکا کې هم د شکین او برمل ولسوالیو پر لور ګڼ شمېر هاوانونه توغول شوي، چې ملکي کورونه او عامه تاسیسات یې په نښه کړي، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

















