د ریښتینې ژمنې ۴ عملیاتو دوام؛ ایران پر اسرائیلو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د «ریښتینې ژمنې ۴» عملیاتو په دوام کې د ایران وسله والو ځواکونو پر اسرائیلو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې، ایراني ځواکونو د پرمختللو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د اسرائیلو د پلازمینې تل ابیب په ګډون بېلابېلو ښارونو کې مهم پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

ویل کېږي چې دا بریدونه د څو پړاوونو په بڼه ترسره شوي او په ځینو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

سرچینې وایي، چې دغه بریدونه د وروستیو تاوتریخوالو او د اسرائیلو د اقداماتو په غبرګون کې ترسره کېږي.

ایراني چارواکو ټینګار کړی، چې یاد عملیات به تر هغه دوام وکړي څو د «دښمن تېري» ته مناسب ځواب ورکړل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button