کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان وروستی هوايي برید غندلی او ویلي یې دي چې د سلګونو ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونو سخت دردولی دی.
نوموړي په خپل پیغام کې ویلي، د استوګنیزو کورونو، ښوونیزو بنسټونو او روغتیايي تاسیساتو په نښه کول جنګي جنایت بلل کېږي او د بېګناه انسانانو ژوند ته نه درناوی، په ځانګړي ډول د روژې په مبارکه میاشت کې، ډېر زړه بوږنوونکی عمل دی.
راشد خان همداراز پر ملګرو ملتونو او د بشري حقونو پر نورو نړیوالو ادارو غږ کړی چې دغه پېښه په بشپړه توګه وڅېړي او له عاملینو سره حساب وکړي. هغه زیاته کړې چې په دې سخت وخت کې د افغان ملت تر څنګ ولاړ دی.

















