کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د بشري حقونو یوه نړیوال بنسټ په تازه اعلامیه کې په کابل کې د معتادینو د درملنې پر روغتون د پاکستان له لوري شوی هوايي برید غندلی او هغه یې د اندېښنې وړ بللی دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې بشرپاله او روغتیايي مرکزونه باید هېڅکله د جګړو او نظامي عملیاتو هدف ونه ګرځي، ځکه دا ډول تاسیسات د ملکي وګړو د ژوند د ژغورلو لپاره کار کوي.
یاد بنسټ همدارنګه د یاد برید په اړه په نړیواله کچه د بېپرې او شفافو څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ملکي تاسیساتو پر وړاندې دا ډول پېښې باید په جدي ډول وڅېړل شي.

















