کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د پخواني حکومت پر مهال د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر کابل شوی هوايي برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې پاکستاني پوځ پر یوه ملکي روغتون برید کړی چې په پایله کې یې سلګونه بېګناه ناروغان شهیدان او ټپیان شوي په وینا يې دا ستر وحشت، ظلم او جبر په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دی.
مسلمیار ویلي، په جګړه کې د روغتونونو، ښوونځیو، عامه ځایونو او ملکي وګړو په نښه کول ستر جنایت او نه بښونکی جرم دی.
هغه پر نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د بشري حقونو پر نړیوالو ادارو غږ کړی چې د دې هوايي برید جدي پلټنې وکړي او عاملین یې د نړیوالې محکمې مېز ته راکش کړي.

















