کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د کورنیو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع وایي، د پاکستان پوځي رژيم له لوري د کابل د روږدو درملنې روغتون د تېرې شپې په برید کې ۶۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې چې د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۴۰۰ تنه شهیدان او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي عبدالمتین قانع ویلي، د پاکستان پوځي رژیم په قصدي ډول یو ملکي روغتیایي مرکز په نښه کړی زياتوي چې دا پېښه درنه انساني فاجعه ده او په وينا يې چې د ډېریو شهیدانو جسدونه خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
قانع ټینګار کړی چې د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ به پاکستان ته په نږدې راتلونکي کې غاښ ماتوونکی او عبرت ناک ځواب ورکړل شي.

















