حمدالله فطرت عطاءالله تارړ ته؛ د یو ترهګر ریژیم د اطلاعاتو وزیر په توګه پر روغتون برید باندې ویاړ کوئ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا “حمدالله فطرت” د پاکستان د اطلاعاتو وزیر “عطاالله تارړ” وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې نوموړی د یو «ترهګر رژیم» د اطلاعاتو د وزیر په توګه د کابل پر روغتون برید باندې ویاړ کوي او د هغه د توجیه کولو هڅه کوي.
فطرت زیاته کړې، د پاکستان رژیم هڅه کوي د تېرې شپې ترسره شوی جنایت د پوځي تاسیساتو د هدف ګرځولو په نوم پټ کړي؛خو حال دا چې د برید هدف یو روغتون و.
بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې، چې د تېرې شپې په برید کې د افغان حکومت پوځي تاسیسات په نښه شوي دي.



