د اسلامي علماوو نړيوال اتحاد په افغانستان کې پر روغتيايي مرکز د برید او مسلمانانو وینې توېدو غندنه کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي علماوو نړيوال اتحاد په يوه اعلاميه کې په افغانستان کې د وروستيو تاوتريخوالو او په افغانستان کې د روږدو د درملنې د يوې روغتيايي ودانۍ پر برید ژوره اندېښنه ښودلې او دا یې د مسلمانانو ترمنځ د وینې توېدو يوه دردوونکې پېښه بللې ده.
په اعلاميه کې ويل شوي چې دغه برید، چې له امله یې سلګونه کسان شهيدان شوي او ټپیان دي، د اسلامي شریعت له نظره له سترو ګناهونو څخه دی او همداراز د نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده او د روغتيايي مرکزونو ساتنه بايد لازمي شي.
د علماوو نړیوال اتحاد له پاکستاني حکومت او پوځي مشرانو غوښتي چې ورته بريدونه ودروي او د پېښې د څېړنې لپاره دې يوه خپلواکه او شفافه کمېټه جوړه شي.
په اعلاميه کې د دواړو مسلمان ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې جګړه سمدستي بنده کړي، د سولې خبرو ته مخه کړي او د منځګړيتوب هڅې، په ځانګړي ډول د قطر او ترکيې رول، بېرته فعال کړي څو د تاوتريخوالي مخه ونيول شي او د سيمې ثبات ټينګ شي.



