قطر د اختر په مناسبت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ کب، ۱۴۰۴ل)
د قطر دولت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوې موقتي اوربند هرکلی کړی او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو او د دواړو لورو ترمنځ د فضا د نرمېدو لپاره مثبت ګام بللی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، هیله لري چې دا موقتي اوربند د دوامدار اوربند او سیاسي تفاهم لپاره زمینه برابره کړي، څو د ملکي وګړو ژوند خوندي او په سیمه کې ثبات ټینګ شي.
یاد وزارت همداراز د دواړو لورو لهخوا د قطر، سعودي عربستان او ترکیې د غوښتنو منل ستایلي او ټینګار یې کړی چې د خبرو او سولهییزو لارو غوره کول د شخړو د حل یوازینۍ اغېزمنه لاره ده، او دوحه به د سیمهییزو او نړیوالو شریکانو په همغږۍ خپلې ډیپلوماتیکې هڅې روانې وساتي.



