د «وعده صادق ۴» عملیاتو ۶۸مه څپه؛ ایران تل ابیب او حیفا کې ۵۰ اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام) شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵
د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي، چې د «وعده صادق ۴» عملیاتو ۶۸مه څپه یې د سمندري او هوايي ځواکونو په ګډه همغږۍ ترسره کړې ده.

د سپاه په وینا، د «خرمشهر ۴» او «قدر» څو سرګلولو لرونکو توغندیو په وسیله یې د حیفا او تل ابیب په ښارونو کې ۵۰ هدفونه له منځه وړي او د صهیونيستي د هوایي دفاع سیستمونه یې ګډوډ کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو واحد هم څو پوړیز او شبکه‌يي بریدونه ترسره کړي، چې پکې د سیمې یو شمېر امریکايي اډې په نښه شوې دي.

د سپاه سمندري ځواکونو ویلي، چې د «الحد» اډه یې په نښه کړې او د «باتریوت» دفاعي سیستم ځینې برخې یې له منځه وړي دي.

همداراز د «الشیخ عیسی» هوايي اډې د ملاتړ برخه ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د وسله‌والو ځواکونو د اعلی قومندان له لوري د هرمز تنګي د بشپړ تړلو امر هم صادر شوی، څو امریکايي او صهیونيستي ځواکونه او د هغوی متحدین پرې تګ راتګ ونه شي کولی.

همداراز د سپاه سمندري ځواک ټولو کښتیو ته امر کړی، چې په خلیج، هرمز تنګي او د عمان په سمندر کې هر ډول «مشکوک فعالیت» د ۱۶ چینل له لارې راپور کړي.

سپاه ویلي، چې دا وروستي عملیات د سپاه د پخواني ویاند شهید “جنرال علي نایني” یاد ته ډالۍ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button