کابل ټکی کام (شنبه، ۱ وری، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، ایران وسله وال پوځ د هند سمندر کې د «دیګو ګارسیا» پر ستراتېژیکې پوځي اډې توغندیز بریدونه کړي دي.
والسټریټ ژورنال لیکلي، چې ایران دوه ستر بالستیک توغندي د یادې اډې پر لور وویشتل، چې امریکايي لوري یې د شنډولو هڅه وکړه.د راپور له مخې، امریکایي ځواکونو د «اسام-۳» دفاعي راکټونه وکارول، چې یوازې یو توغندی یې شنډ کړ، خو بل یې هدف ته رسېدلی دی.
راپور زیاتوي، چې د «اسام-۳» هر دفاعي راکټ شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر ارزښت لري او امریکا په کال کې تر ۷۰ پورې دا ډول راکټونه تولیدوي.
د «دیګو ګارسیا» اډه، چې د برتانیې تر حاکمیت لاندې ده خو دا مهال د امریکا له خوا کارول کېږي، له ایران څخه شاوخوا ۴۰۰۰ کیلومتره واټن لري.
شنونکي وایي، دا اقدام د ایران د توغندیزو وړتیاوو په اړه پخواني اټکلونه تر پوښتنې لاندې راولي.
دا هم ویل شوي، چې دا لومړی ځل دی چې د ایران یو توغندی له منځني ختیځ څخه دومره لرې واټن وهي او هدف ته رسېږي.


















